کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان، آمریکا، پاکستان او چین د سولی په اړه غونډه دعمان په پلازمنیه مسقط کی ترسره شوه

25 میزان 1396 ساعت 21:30

د امریکا، افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سولې لومړنی غونډه په ۲۰۱۵ زيږدیز کال کی د اسیا د زړه غوندي په څنډه کی ترسره شوه.



د افغان غږ (آوا) آژانس د خبرله مخی، له ډېرځنډ وروسته د افغان، پاکستان، چین او امریکا استازي د افغانستان د سولې په اړه د دوشنبی په ورځ غونډه ترسره شوه.
د سولې عالي شورا د نړیوالو سلاکار اسماعیل قاسمیارپه دی اړه ځنی رسنیو ټه ویلی دی، د پاکستان، چین او امریکا استازي د افغانستان د سولې په اړه د دوشنبی په ورځ غونډه د عمان په پلازمېنه مسقط کې کېږي.
د هغوی په خبره، په مسقط کې دا ناسته په یو ډول د مسکو له ناستې سره هم د سیالۍ کولو په خاطر ده او هڅه کېږي چې د مسکو تر ناستې له دې غونډې ښې پایلې ترلاسه شي.


د مطلب کود: 151583

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151583/د-افغان-آمریکا-پاکستان-او-چین-سولی-په-اړه-غونډه-دعمان-پلازمنیه-مسقط-کی-ترسره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com