کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سيګار: د ملي تدارکاتو کمېسیون فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملي یووالي حکومت ښه مثال دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 میزان 1396 ساعت 15:42


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې پلټنې ادارې (سيګار) مشر ښاغلي جان ساپکو تېره ورځ په یوه ناسته کې چې " نني عصر کې د روڼتیا نړیوال فساد پر وړاندې د مبارزې" تر عنوان لاندې چې د نیویارک نړیوال پوهنتون د حقوقو سمپوزیم کې ترسره شوې وه؛ د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې ملي تدارکاتو کمېسیون فساد پر وړاندې مبارزه کې د ملي یووالي حکومت یو ښه مثال دی.

ښاغلی ساپکو په خپلو خبرو کې د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډو کې د سيګار ګډون څخه یادونه وکړه او همداراز ېې زیاته کړه: " فساد پر وړاندې مبارزې په لار کې ګډې ارادې ته اړتیا ده؛ چې له نېکه مرغه اوسنی حکومت په ټوله کې خپله ارداده څرګندوي."

د سيګار سرمفتش همداراز په یو د لویو قراردادونو له جملې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو د سپما یادونه هم وکړه او څرګنده ېې کړه چې د افغانسنان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ښاغلي محمد اشرف غني په خپله د ملي تدارکاتو کمېسیون رامنځته کړه او په خپله د لویو او مهمو قراردادونو ارزونه تر سره کوي او سيګار د یواځنۍ ادارې په حېث د امریکا د متحده ایالتونو د ملکي نهاد په حېث دکمېسیون په غونډو کې څارنه ترسره کوي.

تاسو کولی شۍ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د پلټنې ځانګړې ادارې (سيګار) مشر ښاغلي جان ساپکو د خبرو ټول متن دلته او یا د برښنالیک د ترلاسه کولو سره لاسته راوړۍ.


د مطلب کود: 151623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151623/سيګار-د-ملي-تدارکاتو-کمېسیون-فساد-پر-وړاندې-مبارزې-لپاره-یووالي-حکومت-ښه-مثال-دی

آوا
  https://www.avapress.com