اعلامیه زیاتوي چې ټول هېوادونه د نړیوالو قوانینو په سمون کې، باید له ټولو وسایلو او لارو چارو سره د ترهګرو په وړاندې مبارزه وکړي.
تصویر بندانگشتی
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره،په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه په ځانګړې توګه د پکتیا په امنیه قومندانۍ برید غندلی.
په دغې اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا، د دغه برید د عاملانو، پلانوونکو او مالي ملاتړ کوونکو د محاکمه کولو غوښتونکی شو.
اعلامیه زیاتوي چې ټول هېوادونه د نړیوالو قوانینو په سمون کې، باید له ټولو وسایلو او لارو چارو سره د ترهګرو په وړاندې مبارزه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا پر امنیه قومندانۍ، د غزني پر اندړ ولسوالۍ او د فراه ولایت په شیب کوه قلعه کاه ولسوالۍ د طالبانو د هماله بریدونو په پایله کې څه باندې ۲۴۰ تنه شهیدان او ټپيان شول.
د ملګرو ملتونو سازمان شورا همدارنګه ټینګار کوي ترهګري چې پر هره بڼه وي، د سولې او ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
دغه شورا له ټولو، هېوادونو غواړي چې په نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې د خپلو ژمنو په مطابق، د افغانستان له دولت سره فعاله همکاري ولري.
د دغې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«هر ډول ترهګریزه کړنه، د هغې انګېزې ته له پاملرنې څخه پرته، هر ځای، هر کله، او هر کس یې چې ترسره کوي، جنایت کار دی او د توجیه وړ نه دی.»
له دې سره په ورته وخت کې، سعودي عربستان هم په یوې بیانیه کې پر پکتیا او غزني د طالبانو بریدونه یې غندلي دي