دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 151796
د پکتیکا ولایت کي ۲۵ تنه وسله والو وژل شوی دی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د پکتیکا ولایت کی د حقاني شبکې ۳۰ تنه نور غړي ټيپان شوي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد چارو وزارت نه خبر شوی خبرپاڼه کې ویلي دی، چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې ۲۵ غړي وژل شوي دي‎ او یوه ډېره اندازه وسلې یې هم ویجاړې شوي دي.
 سرچینو زیاتیوی، چې دغه پوځي عملیات پرون د ګیان ولسوالۍ په تندي هوټل او ولیواس سیمو کې په لاره اچول شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په یاد عملیاتو کې د هېواد امنیتي ځواکونو او د سیمې اوسېدونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
خو تر اوسه حقانی شبکی په دی اړه تبصره نه دی ګړی.

https://avapress.com/vdceoz8zpjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته