په لویدیځ هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د تازه خپلمنځي نښتو پر مهال کابو ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځایي حکومتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو ترمنځ تازه نښتې د شینډنډ ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوي دي.
د هرات والي ویاند جیلاني وایي، د شینډنډ ولسوالی اړوند په خیفان سیمه کې د دوه سیمه ییزو طالب قوماندانانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې له دواړو غاړو څخه کابو لس تنه ټپیان هم شوي دي.
د ښاغلي فرهاد په وینا، نښتې د ملا هبت الله اړوند د ملا صمد جنګیالیو او ملا رسول اړوند د ملا ننګیالي وسله والو ترمنځ رامنځته شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ملا هبت الله او ملا رسول اړوند وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښتې رامنځته کیږي بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې او په خاصه توګه په لویدیځ هرات ولایت کې د ورته نښتو په پایله کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي.