دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 152013
۱۴ افغانان چې جرمني کې یې عریضې رد شوې کابل ته ورسېدل

۱۴ افغانان چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې رد شوې، نن سهار کابل ته ورسېدل.

د افغانستان د سرحدي پولیسو ویاند، اجمل فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې په هغوی کې زیات ځوان نارینه وو.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې، دا اووم وار دی چې د رد شویو پناه غوښتونکو افغانانو ډلګۍ له جرمني څخه کابل ته استول کېږي.

د جرمني خبري اژانس په حواله، په مخکنیو شپږو پروازونو کې ۱۱۴ تنه چې اکثر یې ځوان نارینه وو، افغانستان ته استول شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzinzx23nmvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته