دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 152257
داعش او طالبان د ننګرهار په دره نور کې هم ښکېل شول
د ننگرهار امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې داعش او طالبانو د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې نښته کړې ده.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال څرګنده کړې، چې داعش او طالبانو د دره نور ولسوالۍ اړوند په ارمان بانډه او شاتو سيمو کې نښته کړې، چې له کبله يې  د دره نور ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال سيداغا او د روح الله او نجيب الله په نومونو دوه قومندانان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د مشرقيوال د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنگي په سيمه کې هم طالبانو او د اعش ته مرګ و ژوبله اوښتې ده. په دې نښتو کې څلور طالبان وژل شوي او پېنځه نور ټپيان دي. دغه راز د داعش ډلې پېنځه غړي وژل شوي او پېنځه نور ټپيان دي.

ښکېلو خواوو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchminzq23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته