دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 152529
په پکتیا کې سلګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد سوځول شوي

په پکتیا کې سلګونه کیلو ګرامه بېلا بېل نشه يي مواد وسوځول شول.

د پکتیا والي شمیم کټوازي د چهارشنبې په ورځ د نشه يي موادو د سوځولو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا پولیسو په تېرو څو میاشتو کې ۱۳۵۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد چې ۷۳۱ کیلو ګرامه چرس، ۴۹۰ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۷۰ کیلو ګرامه بوساړه یا بې کیفیته چرس او ۸ کیلو ګرامه هیرویین نیولي وو چې د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یې وسوځول.

ښاغلي کټوازي زیاته کړه:"دا ټول نشه يي مواد د پولیسو له لورې د ګردېز ښار په شااوخوا سیمو کې نیول شوي وو چې د دې پېښې په تړاو ۱۲ تنه نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې سپارلي دي."

د پکتیا د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیمزی وايي، هڅه کوي چې د ګردېز په ښار او سرحدي ولسوالیو کې د نشه يي موادو پر خلاف ګزمې زیاتې کړي چې له هېواده بهر د نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیول شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj88evhuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته