دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 152541
یو ډبره خپل شیطان ته؛ لس ډبری بی بی سی شیطان لوری ته!
وروسته ددی چی بی بی سی رسنۍ د افغانستان څخه خپل فیسبوک پاڼۍ نوم بدلیدو باندی اقدام کړی دی چی افغانستان بی بی سی(BBC Afghanistan) څخه دری بی بی سی (BBC Dari) ته بدلون کړی دی، دا اقدام د کلتوری فعالینو او ټولنیز رسنیو فارسی ژبو کاربرانو سخت غبرګون سره مخ سوی دی.

 

 

په دی برخه کی هر یو څه ویلی دی او ډیر په افغانستان کی فارسی ژبه پوهان استوار او لا جوابه دلایلو سره بی بی سی تفرقه منځته راوړونکی جنګ ته تللی او دا کلتوری-سیاسی توطئه کی لاس لرونکی ته مناسب ځواب ورکړی دی چی دا لیکنه هم دا ځوابونو باندی توجه کوی.

هغه نکته چی په حقیقت کی د ټولو مشکلاتو سر دی او د مسلمانانو ترمنځ د فارسی زبان او یا هم نورو ژبو پیروانو لهجو کی دی او دا حس د دینی تعالیمی زده کړو سره مخالف دی.

هر وخت لیدل سوی او اوریدل سوی دی چی هغه هیوادونو کی چی اسلام نړۍ ډیر نفوس لری او سیاسی او نظامی قدرت د مسلمانانو په لاس کی دی، یو یا څو ژبی او لهجی چی په نړۍ کی ډیر مسلمانانو ورباندی خبری کوی او طبیعتآ هغوی لپاره هغوی لهچی او محاوری باندی خبری کول ډیر ښه هم دی، د تمسخر او تحقیر لاندی راځی او دا مورنۍ او بومی لهجو باندی خبری کوونکی د نورو مسلمانانو له لوری چی په نورو ژبو باندی خبری کوی، استهزا او مسخری ورباندی کیږی.

اوس دا جالب او عجیب نکته ده چی ډیر مسلمانان چی په یو کلتوری او دینی او تمدن او ژبنۍ او حتی مذهبی حوزو کی پیړۍ یو بل سره ژوند کړی دی او ډیر انسانی ژور مشترکات لری؛ خو سربیره پردی، هر یو خپل لهجه تر بل ښه بولی او دا خپله ځان لوی لیدنی لامل شوی دی او په نتیجه کی شخص د نورو لهجو او ژبو ته بی احترامی کوی.

دقیقآ همدا تګلوری او عمل د مقابل لوری هم شته او ټوله ځان ته حق ورکوی چی د نورو څخه خپل لهجه ښه او نور ناخوشاینده او شاته پاتی وبولی.

ډیر تاسف سره، تبعیض او تعصبات یواځی د ژبو او لهجو توپیر باندی نه مربوطیږی بلکه قوم او نژاد او قبیله او وطن او ښار او حتی کورنۍ ته هم رسیدلی دی او ټولو مسلمانانو ته خپل افکارو لمن خپور کړی دی.

د ټولنیزو مسائلو پوهانو او کارپوهانو په باور، تر یو اندازی پوری دا طبیعی هم دی؛ ځکه چی انسانان فطرتآ هغه څه چی هغوی باندی مربوطیږی؛ عزیز او محترم بولی؛ خو هغه وخت چی دا علاقه مندی افراطی او غیری معقول کیږی، داسی چی انسانان هغه تعصب او تبعیض بولی، نور د قبول وړ نه دی او باید له منځه ولاړ سی که نه نو ټولنه به ډیر بد حالت ته یوسی؛ هغه څه په شان چی اسلامی ټولنه کی ورسره مخ یو.

بناپردی، په حقیقت کی دا تعصبات یواځی د اسلام دشمنانو دخالت له امله نه دی بلکه مخکی له دی په مسلمانانو کی ورته زمینه برابره ده او هر وخت مسلمان ټولنه ددی لوری ضربه خوړلی دی.

بنا پردی، مخکی له دی چی توپ او توفنګ سره بی بی سی تفرقه منځته راوړونکی شبکی لوری ته ولاړ سو، باشد اعتراف وکړو چی په دی برخه کی موږ هم د هغوی څه لږ مقصد نه یو او زموږ دا زمینو څخه په ګټه اخیستنی سره هغوی د دوه میلیارده مسلمانانو اتحاد او همبستګی په وړاندی دا اقدام کړی دی.

نو لازم دی ترڅو ترټولو مخکی ډبره خپل نفس شیطان لوری ته وغورځوو؛ ترڅو د کورونو او زړونو او ذهنونو څخه د شیطان ایستلو ته صادقانه آماده سو.

https://avapress.com/vdcdox0ffyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته