دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۹
د مطلب کود : 152556
د ننګرهار ولایت کي د انسان تښتونکو، قاتلیونو او ددولت مخالفینو په ګدون ۱۴ تنه وژل شوی
دانسان تښتونکو،قاتلینواو وسله والو مخالفینو په ګډون (48)تنه دبیلابیلو جرمونو په توراودشک لاندی (67) کسانونیولوترڅنګ ،د(14) ګډواوځانګړوعملیاتوپرمهال دولس وسله وال مخالفین وژل شوی او دوه نورټپی شوی دی.

 
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخي، په تیرودوه اونیوکی دننګرهارامنیه قوماندانی اړوند امنیتی اوکشفی پولیسودجلال اباد ښار او یو شمیرولسوالیوپه مربوطاتوکی دانسان تښتونکو،قاتلینو، او وسله والو مخالفینو په ګډون (48)تنه دبیلابیلو جرمونو په توراودشک لاندی (67) کسانونیولوترڅنګ د(14) ګډواوځانګړوعملیاتوپرمهال دولس وسله وال مخالفین وژل شوی او دوه نورټپی شوی دی.
د ننګرهار ولایت نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی، دغه څرګندونی ننګرهارولایت امنیه قوماندان محترم لوی پاسوال عبدالرحمن(رحیمی)دخبری رسنیو استازو سره په یو مطبوعاتی کنفرانس کی ترسره اوداسی یی وویل، په تیرودوه اونیوکی (14) ګډاوځانګړی عملیات اوهوایی بریدونه ترسره شوی چی پکی (12) وسله وال مخالفین وژل شوی، (2) ټپی شوی اودشک لاندی (67) تنه ژوندی نیول شوی دی.
نوموړی زیاته کړه، په عملیاتو، جنایی اوترهګریزوپیښوکی (26) میله بیلابیل ډول وسلی ،(14884)فیره مهمات ،(11) کړی دوسایطوضد ماینونه،(44) کیلوګرامه چاودیدونکی توکی اویواندازه بیلابیل ډول نظامی تجهیزات چی دهیواد اوخلکو دښمنانو تری په تخریبی او ترهګریزو کړنوکی ګټه پورته کوله کشف او ترلاسه کړی.
هغه وویل دغه عملیات اوهوایی بریدونه داچین، خوګیاڼی، پچیراګام، هسکه مینه،بهسودو، سره رود اودجلال اباد ښارپه مربووطاتوکی ترسره شوی، چی پکی دوسله والوومخالفینویوشمیرقوماندانان پټنځایونه، سپکی او درنی وسلی اومهمات هم تخریب اومنځه وړل شوی .
همدغه رازلوی پاسوال عبدالرحمن(رحیمی) وویل ددی ولایت په مرکز اوولسوالیو په مربوطاتو کی دپولیسو په هلو ځلوسره(29) تنه دجنایی بیلابیلو پیښوپه تورنیول شوی په نیول شوو کسانوکی انسان تښتونکی،قاتلین، غله، لاری وهونکی، اونورشامل دی.
همداشان نوموړی زیاته کړه په یاده موده کی پولیسو دترهګریزو کړنوپه تورټول(9) تنه چی دری تنه داعشیان ، یو وسله وال طالب ، یو ماین خښوونکی ، دوه انسان تښتونکی ، دوه شکمن کسان ، په یو عراده سراچه موټر کی یو اندازه طبی درمل چی داعش وسله والو ته لیږدول کیده اوهمدارنګه (6)تنه پاکستانی وګړی چی دګرځیدوقانونی اسناد یی نه درلودل نیول شوی اویوتن وسله وال مخالف دیومیل کلاشنکوف سره دسولی بهیرسره یوځای شوی .
هغه دهدفی وژلوپه تور ددوه تنو دنیولو هم یادونه وکړه چی ددوه میله بی اوازه تفنګچو ،یو سیټ جی ، پی ، ایس ،دری سیټه مبایلونو، یو عراده موټر سایکل او نورو توکو سره یو ځای دپولیسو لخوا نیول شوی دی.
ننګرهارامنیه قوماندان یادونه وکړه چی پولیسو په تیرو دوه اونیوکی (9) دنشه یی توکوپیښی کشف کړی چی پکی ټول (118) کیلواو( 38)ګرامه بیلابیل ډول نشه یی توکی پولیسوترلاسته کړی چی په توریی دیو شمیرپرچون پلورنکو په ګډون (10) کسان اویوعراده موټرنیولی.
همدارنګه هغه اته کلن ماشوم چی یوه نیمه میاشت وړاندی دنامعلومو کسانو له لوری تښتول شوی ود پولیسواپراتیفی هلو ځلو په ترڅ کی دچپرهار ولسوالی په مربوطاتو کی دانسان تښتونکودمنګلو څخه ازاد کړچی ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمی له لوری دنوموړی پلار ته وسپارل شو .
ددغه پیښی په تور دوه تنه پولیسو نیولی ، ددی جرم تر څنګ یی په یو شمیرنوروجرمونواعتراف هم کړی چی ددی وړاندی یی هم دقاضی انصارالله اولس کلن ځوی تښتولی و، دپنځلس لکه افغانیو اخستلو ورسته یی دغه اولس کلن تنکی ځوان په ډیربی رحمانه ډول په شهادت رسولی و.
دشهید پلار قاضی انصارالله او داته کلن ماشوم پلار دپولیسوڅخه مننه وکړه چی انسان تښتونکی یی دخپلو هلو ځلو په ترڅ کی ونیول او دقانون منګلو ته یی وسپارل همداراز نوموړوغوښتنه وکړه چی دقانون دحکم مطابق پدغه ظالمانو او قاتلینو کلکه جزا تطبیق کړی شی ترڅو دنورولپاره دعبرت سبب وګرځی .
خو تر اوسه داعش دلې په دی اړه تبصره نه دی کړی.

https://avapress.com/vdcji8evmuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته