دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 152861
په افغانستان کې د داعش او امریکا پوځ پر ضد د کرزي تازه څرګندونې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وایي په افغانستان کې د اسلامي نومې ډلې یا داعش وسله والو د امریکا پوځ او استخباراتو تر څار لاندې په افغانستان خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

نوموړی له الجزیره ټلویزیون سره د مرکې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د پراخ پوځي، استخباراتي، او سیاسي حضور سره سره داعش وسله والو خپل فعالیتونه پیل کړل.

ښاغلي زیاته کړه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د داعش وسله والو په بهانه په افغانستان کې د نړی تر ټولو لوی بم هم استعمال کړه خو له دې سره سره او یوه ورځ وروسته داعشیانو وتوانیدل چې یوه ولسوالی ونیسي.

د ښاغلي کرزي په وینا، دغه تحولات دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو ترشا د امریکایانو لاس دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو له دې وړاندې هغه راپورونه رد کړي و چې ګواکې داعش وسله والو د امریکا په مرسته په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي، په تیرو څو میاشتو کې د داعش مشرانو پر خلاف هدفمند بریدونه دا په داګه کوي چې د ترهګرو پر ضد عملیات پرته له کوم توپیر سره ترسره کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqrazzt1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته