دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 152874
د کاپیسا په ولایت کی د ۳۵ تنو طالبانو وژل کیدل
په کاپیسا ولایت کی امنیتی مسئولین وایی، د کاپیسا په ولایت کی د هوایی ځواکونو بریدونو په نتیجه کی د مولوی احسان الله، په دی ولایت کی د طالبانو نومول سوی والی معاون په شمول ۳۵ تنه طالبان وژل سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالرزاق یعقوبی؛د کاپیسا پولیسو قومانده رسنیو ته ویلی دی چی دا شورشیان د تګاب ولوسالی شلوتی کلی منګل قرارګاه باندی برید په مقصد سره یوځای سوی وو چی ددی ځواکونو تر برید لاندی راغلل. ښاغلی یعقوبی وایی په دی برید کی د مولوی احسان الله په شمول نور ۷ ارشده قوماندانان د طالبانو دا هم وژل سوی دی. د تګاب ولسوالی ځینی اوسیدونکی وایی چی طالبان تیره شپه په دی ولسوالی کی سخت تلفات ورته اوښتې دی.
https://avapress.com/vdccmiqs02bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته