دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۶
د مطلب کود : 152933
په کابل کی د د سړۍ تښتوونکو یو ۱۴ کسیزه ډله نیول کیدل
یو ۱۴ کسیزه ډله چی په کابل کی د سرمایه دارانو، اوسیدونکو ګواښ او مسلحانه سرقتونو باندی ددی ښار په بیلابیلو ځایونو کی مصروف وو، د ملی امنیت عمومی ریاست ځواکونو له لوری نیول سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ملی امنیت په یو خبری بیانیه کی راغلی دی چی دا ۱۴ کسیزه شبکه، ددی ریاست همزمانه عملیاتونو په نتیجه کی د کابل د بیلابیلو برخو څخه نیول سوی دی. دا شبکه د فردین چی د غلام نبی زوی دی، یو تن تاجر د صفی الله په نامه د کابل پنځم ناحیه څخه تښتولی دی او د هغه آزادیدو په بدل کی، د کورنۍ څخه یی د ۵۰۰ زره امریکایی دالره غوښتونکی سوی وو. دا شبکه، صفی الله په ډیر بی رحمانه توګه په داسی حال کی چی لاسونه او پښی یی په زنځیرونو باندی تړل سوی وو، په کابل کی په شپږمه ناحیه کی ساتله. نیول سوی کسان اعتراف کړی دی چی په راتلونکی کی هم غوښتل نور کسان وتښتوی.
https://avapress.com/vdciprazpt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته