دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۰۰
د مطلب کود : 153311
د کنړ ولایت استیناف محکمه اجرائی مدیر د داعش له لوری ووژل سو
د کنړ ولایت استیناف محمکه اجرائی مدیر، د شنبه ورځ سهار، د داعش له لوری نیول سوی او وروسته وژل سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، پاسوال جمعه ګل همت، د کنړ امنیه قوماندان ویلی دی، شیرین ګل، استیناف محکمه اجرائی مدیر نن سهار هغه وخت چی ددی ولسوالی مرکز یعنی اسد آباد ته تلله د څوکۍ ولوسالی دیوه ګل دره کی د داعش مسلح کسانو له لوری نیول سوی او وژل سوی دی. پاسوال همت، زیاته کړه چی داعش جنګیدونکی د سیمی اوسیدونکو سخت غبرګون سره مخ سوی دی او ددی ډلی دوه غړۍ ددی ډلی سیمه ایز قوماندان خوریې په ګډون وژل سوی دی. د سیمی یو اوسیدونکی د آمریکا غږ ته وویل چی داعش جنګیدونکی د استیناف محکمه دا غړۍ سر هم پری کړی دی.
https://avapress.com/vdcjvtevvuqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته