دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 153393
ننګرهار کې د طالبانو او داعشیانو پر مواضعو مرګونی هوایي بریدونه

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ګڼ شمېر طالب او داعش وسله وال د هوایي بریدونو او افغان پوځ عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
 
په ختیځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د خوګیاني او اچین ولسوالیو په اړوند سیمو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۳ وسله وال طالبان او د داعش ډلې ۱۳ غړي وژل شوي.
 
د سیلاب قول اردو چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې د داعشیانو یو ډلمشر د ثاقب په نوم هم شامل دی.
 
چارواکي زیاتوي، چې د چپرهار ولسوالی په اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښتې رامنځته شوی چې په ترڅ کې ۴ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
 
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار امنیه قوماندانی تیره ورځ وویل، چې د تازه هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه داعش وسله وال په دې ولایت کې وژل شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhtevtuqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته