دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۵
د مطلب کود : 153424
د داعشیانو کورنۍ عراق څخه خپل هیوادونو ته استول کیږی
عراقی چارواکی ۳۰۰ ښځې او کوچنیان چی د خارجی داعشی کورنیو څخه په موصل کی وو د عراق شمال څخه بغداد ته لیږدوی ترڅو خپل هیوادونو ته واستول سی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د فرانس پرس څخه په نقل سره، نورالدین قبلان، د هراق نینولا ولایتی شورا مشر معاون وویل: دا د داعشی کورنیو د لیږد دوهم مرحلو څخه دی او په دوه او یا درو نورو مرحلو کی هم د ۱۲۰۰ څخه ډیر کورنیو لیږد به صورت ونیسی چی خارجی تابعیت لری. عراقی ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کی د جولای په لسمه د درو کالو نښتو وروسته موصل د داعش څخه بیرته ونیول. قبلان وویل: نیول سوی داعشیان د تلکیف په ولسوالی کی نیول سوی ترڅو خپل هیوادونو ته بیرته وګرځی. یو امنیتی سرچینه تایید کړ: د سپتامبر په اواسطو کی دا کورنۍ تلکیف ته ولیږدول سو چی ۵۰۹ تنه یی ښځې او ۸۱۳ تنه یی کوچنیان او ۱۳ تنه یی د اروپا او آسیا او امریکا ملیتونه لری. عراق دولتی سرچینه تصریح کړ: د نیول سویو ښځو څخه ۳۰۰ تنه یی ترکیه تابعیت لری. مخکی ژان ایو لودریان، د فرانسه خارجه چارو وزیر ټینګار وکړ: فرانسوی داعشیان چی بندیان دی په دی هیواد کی به محاکمه سی او نیول سوی کوچنیان هم په بیل توګه تر څیړنی لاندی ونیول سی.
https://avapress.com/vdcewx8zejh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته