کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند ولایت کی ۱۸ وسله والو مخالفينو ټه مرګ ژوبله اوښتې ده

29 عقرب 1396 ساعت 20:00


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی را غلی دي، د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي د نظامي شورا غونډې څخه وروسته وويل: چې پر مارجې ولسوالۍ د ميوند(۰۸) عملياتو په لړ کې تر دې دمه ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان دي. هغه زياته کړه، دغه عمليات د ګډو ځواکونو له لوري تېره ورځ سهار پنځه بجې پېل شوي دي، چې له مخې به يې مارجې ولسوالۍ ته پر اکمالاتو سربېره د لوی لارې او ولسوالۍ شاوخوا سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي. جنرال احمدزي سرګندوی، ددغه عملياتو کې لسګونه کړۍ بېلابېل ډول ماينونه شنډ شوي دي، لاره له مارجې ولسوالۍ سره وصل شوې او افغان ځواکونه په ډېر احتیاط سره مخ پر وړاندې روان دي. خبر پانه زیاتیوی، د ۵۰۵ بست زون قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل په خپلو خبرو کې وويل، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه پوره همږغي لري او منظم پلان له مخې پرمختګ کوي.


د مطلب کود: 153426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153426/هلمند-ولایت-کی-۱۸-وسله-والو-مخالفينو-ټه-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com