کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پولیسو د یو خطرناک بانډ ګڼ شمېر غړي نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 قوس 1396 ساعت 14:03


د یو خطرناک بانډ ګڼ شمېر غړي چې په پلازمېنه کابل ښار کې په سازمان یافته جرایمو کې لاس درلود، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د دغه بانډ غړیو تیره شپه ناوخته په شمال بلخ ولایت کې د یو عملیات په ترڅ کې نیول شوي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه عملیات د جنرال محمد سالم الماس په مشری ترسره شوی دی.

په همدې حال کې، جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وایي دغه عملیات وروست له ترسره شوي چې د یاد بانډ غړیو څو ورځې مخکې په کابل ښار کې یوه صراف وژلي وه.

د چارواکو په وینا، دغه صراف چې نجیب نومیده څو ورځې مخکې د کابل ښار اړوند په پلنځه لسمې امنیتي حوزه کې وژل شوی وه.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو تیره اونی وویل، چې په پلازمېنه کابل ښار کې د مجرمینو یوه مهم ډله د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی.

چارواکي وایي، د مجرمینو دغه څلور کسیزه ډله د کابل ښار له یولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمې څخه نیول شوی.

د چارواکو په وینا، دغه کسان د یولسمې امنیتي حوزې اړوند په بېلا بېلو سیمو کې په قطاع الطریقي، چپاورلګری، غضب، او نورو جنایي فعالیتونو کې ښکیل وه.


د مطلب کود: 153627

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153627/د-کابل-پولیسو-یو-خطرناک-بانډ-ګڼ-شمېر-غړي-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com