د میدان وردک چارواکی وایی، په دی ولایت کی عملیات شوی دی او د دولت مخالیفنو وسلهوالو د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي دی.
میدان وردګو ولایت کی ۱۶تنه وسله والو وژل شوی دی
2 قوس 1396 ساعت 21:08
د میدان وردک چارواکی وایی، په دی ولایت کی عملیات شوی دی او د دولت مخالیفنو وسلهوالو د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د میدان وردګو پولیسو نه خبر شوی خبرپانه کی ویلی دیی، چې په یاد ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو د چاڼیزو بریدیونو په ترڅ کې د ۳طالب قومندانانو په ګډون ۱۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي. سرچینو زیاتیوی، ددغه عملیاتو کې ۱۶ تنه وسله والو اورپکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. په خیرپانه کی ویلی، چې یاد عملیات په میدان وردګو کې د وسلهوالو د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي او دغه عملیات د ملي پولیسو، ملي پوځ، د ځانګړې قطعې او کمانډو له خوا ترسره کېږي. ویلکږی، په یاد بریدیونوکې ۱۰ کلي د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي او علي خېلو او زیمني، زیولات، اسماعیل خېلو، محمد نور خېلو او په دره کهنه خمار کې دوام لري. سرچینو وایی، یاد عملیاتو د دغو ولایت د نرخ په ولسوالۍ او دویم نمبر لویې لارې کې دوام لري. دغه خبر پاڼي د افغان امنیتی ځواکونو مرګ ژوبلی جزیات نه دي ویلی .
د مطلب کود: 153654