دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 153709
ننګرهار کې د امریکا هوایي ځواکونو د داعش پټنځای په نښه کړ

امریکایي ځواکونو په ختیځ ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو یو پټنځای بمبار کړی چې په ترڅ کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي.

په ختیځ کې د ملي اردو ۲۰۱ قول اردو قوماندانی وایي، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د هسکي مينې ولسوالۍ د ګاګرې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې وړمه ورځ ديارلس تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

سرچينه وايي، په ترسره شوي هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی .

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

په ختیځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو تیره اونی وویل، چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله اچین ولسوالی کې د داعشیانو مواضع په نښه کړي.

د سیلاب قول اردو چارواکو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې چې د ده بالا اړوند په پائین سیمه کې ترسره چي په کې لږ تر لره ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawen6o49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته