دخپریدو نیټه :شنبه ۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 153715
د طالبانو، روسیې او پاکستان په اړه د ناټو قوماندان تازه څرګندونې

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا پوځ لوی قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي روان جګړې لا هم له کړکیچ سره مخ دی خو ټینګار یې وکړ چې وسله وال طالبان به هیڅکله بریالي نه شي.
 
نوموړی له NBC News سره د مرکې پر مهال وویل چې د امریکا له نوې ستراتیژي څخه یواځې ۹۰ ورځې تیریږي او په دې موده کې یو داسې شرایط رامنځته شوي چې په مرسته یې به بریا ترلاسه شي.
 
هغه وویل چې امریکایي پوځیانو د ترهګرو پر ضد د اقداماتو لپاره نور واک ترلاسه کړی دی او د نورو پوځیانو له استولو او د طالبانو پر ملاتړو فشارونو سره سم به په حالاتو کې بدلون رامنځته شي.
 
له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ په اړه جنرال نیکولسن وویل چې دغه ستونزه باید د ډیپلوماټیکو هلو ځلو په وسیله حل شي او تینګار یې وکړ چې وسله وال طالبان به هیڅکله بریا ترلاسه نه کړي.
 
جنرال نیکولسن زیاته کړه چې روسي چارواکو وسله وال طالبانو ته مشروعیت ورکړي ځکه داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ګواکې روسیه طالبانو ته وسلې او تیل ورکوي او داسې نور راپورونه هم وجود لري چې وسله وال طالبان له روسیې څخه پیسې ترلاسه کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د شکرانې ورځ په مناسبت کې په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیانو ته وویل چې په افغانستان کې نوې مبارزې د بریا په خاطر پیل شوې او هغه لاسته راوړنې چې امریکایي پوځیانو په تیرو درې او یا هم څلور میاشتو کې ترلاسه کړي، ورته پرمختګ هیڅوک تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.
 
 ولسمشر ټرمپ د اګسټ په میاشت کې د سویلي اسیا لپاره د خپل ادارې نوې تګلاره په ډاګهه کړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.
 
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزو څخه هم ستاینه وکړه او زیاته کړه چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzxnzm23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته