کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کی طالبان کروندګر په دی باندی هڅوی چی کوکنار وکري

5 قوس 1396 ساعت 18:42

په فراه کی سیمه ایز چارواکی وایی: په فراه ولایت کی د کروندو او کشت وخت شروع سوی دی او د اوس څخه مسلح طالبان کروندګر په دی ولایت کی هڅوی او په ځینو شرایطو کی هم مجبوره کوی ترڅو مخدره توکی وکری.


د آوا په ګزارش سره، ظاهرشاه غوری؛ د فراه ولایت مخدره توکو سره مبارزی پولیس مدیر وویل: طالبان د بکواه، ګلستان، بالابلوک، خاک سفید ولسوالیو او ځینو کلیو کی کروندګر د غنم د کرلو پرځای د خشخاش کرلو باندی هڅوی. د هغه په وینا د فراه د مخدره توکو ۹۰ سلنه ګټه طالبانو ته رسیږی او طالبانو د جنګ لګښت په ترسره کیږی. هغه وویل چی ټوله طالبان د مخدره توکو قاچاق او کرلو په پیسو باندی مالی ملاتړ کیږی. له بل لوری هم ښاغلی غوری ټینګار کړی دی چی په جاری کال کی به ناتو ځواکونو په ملاتړ د کوکنار کروندي خراب کړی. هغه فراه ولایت مخدره توکو کروندګرو ته په اخطار سره وویل چی د مخدره توکو په کرلو سره، سربیره پردی چی د مخدره توکو ځمکی یی تخریبیږی، هر کروندګر د هر جریب په وړاندی دوه میاشتی بندی کیږی.


د مطلب کود: 153841

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153841/په-فراه-کی-طالبان-کروندګر-دی-باندی-هڅوی-چی-کوکنار-وکري

آوا
  https://www.avapress.com