دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 153967
د لوګر په ننۍ انتحاری برید کی د پنځو ملکی کسانو شهادت
نن سهار د لوګر ولایت پل علم ښار یو بازار کی یو انتحاری برید رامنځته سوی دی چی تراوسه پنځه تنه په شهادت رسیدلی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سلیم صالح؛ د لوګر والی ویاند ویلی دی، نن سهار د ۱۰:۳۰ بجو په شاوخوا دا برید رامنځته سو چی د لمړنۍ معلوماتو په اساس په دی برید کی ۱۱ تنه ټپیان سوی دی او پنځه تنه نور وژل سوی دی. سلیم صالح؛ د لوګر والی ویاند وویل: دا انتحاری برید د پل علم په بازار کی د برکی برک په دریدن ځای کی رامنځته سوی دی. ویل کیږی، د انتحاری کس مقصد محمد ایوب وردک، د لورګ امنیه قوماندانی امنیت آمر وو، خو هغه ته کوم زیان نه دی رسیدلی. ددی برید مسئولیت تردی دمه هیڅ ډله په غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcg3w9quak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته