د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله ۸ ملکیان وژل شوي دي.
د کندهار د پوليسو مرستيال وياند مطيع الله هلال ازادي راډیو ته وويل چې نن سې شنبه مازیګر پنځه بجې د کندهار د ارغستان او معروف ولسواليو ترمنځ د "وام درې" په سیمه کې د عامو خلکو پر يوه بايفور ډوله موټر د ښخ شوي ماين چاودنه شوې ده.
د هلال په وينا دې چاودنه کې څلور نارینه، درې ښځې او یو کوچنی ماشوم وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره چې موټر له ارغستان څخه معروف ولسوالۍ ته پر لاره و چې د دې پېښې سره مخ شوی دی.
دی وايي چې موټر هم بشپړ له منځه تللی دی.
تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.