دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 154003
په لغمان ولایت کې هم د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې پیل شوې
د راپورونو له مخې، د ختیځ لغمان ولایت په ځینو سیمو کې هم د طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ترمنځ نښتې پیل شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومانداني چارواکي وایي، له تیرې ورځې راهیسې د ننګرهار او لغمان ولایت په ځینو سیمو کې نښتې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي زیاتوي، چې په دغو نښتو لږ تر لږه ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په وینا، د ننګرهار ولایت خوګیانو ولسوالی اړوند په پیره خېلو سیمه کې د نښتې په ترڅ کې ۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

په دغه نښته کې د وسله والو طالبانو اړوند ۸ کسان هم ټپیان شوي.

په همدې حال کې د سیلاب قول اردو چارواکي وایي د یو بل نښتې په ترڅ کې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالی اړوند په نور لام صاحب دره کې دوه طالب ډلمشران وژل شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د ننګرهار ولایت په ځینو سیمو کې نښتې روانې دي خو دا لومړی ځل دی چې له لغمان ولایت څخه هم د ورته نښتو په اړه راپور ورکول کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciu5azpt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته