کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر کې ګڼ شمېر چیچنیان د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 قوس 1396 ساعت 11:19


په مرکز لوګر ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي ګڼ شمېر وسله وال چې د چیچین اتباع دي، د امنیتي ځواکونو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول شوي.
 
د لوګر د ولایت مقام په وینا، تیره ورځ د مازدیګر په وخت د لوګر د ازرې ولسوالۍ د کوزې چوترې په سیمه کې د افغان ځواکونو لخوا یولس بهرني اتباع (چیچنیان)چې پکې سړي، ښځې او ماشومان شامل دي د دوه میله راکټونو,دوه میله کلاشینکوف، یوعراده موټر سایکل او یو ډادسن موټر سره یوځای نیول شویدي.
 
سرچینه زیاتوي، چې د سیمې څخه د معلوماتو په اساس چې یاد کسان د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو او حصارک ولسوالۍ څخه راروان و چې د افغان ځواکونو لخوا کشف او یولس واړه ونیول شو.
 
د ځایي چارواکو په وینا، یاد ټول بهرني اتباع (چیچنیان) اوس د افعان ځواکونو سره دي.
 
چارواکي زیاتوي، چې د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې هم د افغان ځواکونو لخوا په څرخ ولسوالۍ کې په یولړ عملیاتو کې اته بهرني اتباع (چیچنیان) وژل شوي و.
 
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه وسله وال له کوم ډلې سره تړاو درلود.
 
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 154052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154052/لوګر-کې-ګڼ-شمېر-چیچنیان-د-ښځو-او-ماشومانو-په-ګډون-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com