دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۱۹
د مطلب کود : 154107
لوګرولایت کي ۱۱ تنه وسله وال نیول شوي دی
د لوګرولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې ۱۱ تنه وسله‎ وال نیول شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د دغه ولایت د رسنیو دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، یاد وسله وال بهرني اتباع دي د افغان امنیتي ځواکونو له‎ خوا نیول شوي دي. د لوګر ولایت د رسنیو دفتر څخه په یوه اعلامیه کې ویلی دی، چې یاد کسان چیچنیان دي پرون شپه د یاد ولایت ‎ د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له څو میله وسلو نیول شوي دي. سرچینو زیاتیوی، په یاد ډله کې دوه نارینه، ۳ ښځې او ۶ ماشومان دي چې جلالا آباد ښآر د خوګیاڼو او حصارک ولسوالیو څخه لوګر ولایت ته ورغلي وو. خو تر اوسه د دولت مخالفین په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcdzo0f5yt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته