د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی د کندهار والي زلمي ویسا د ګوښه رپوټونه رد کړل.
د ارګ ماڼی ویاند دوا خان مېنه پال وایي، دکندهار دوالي دلیرې کیدو خبر ناسم دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي ویسا او د کندهار ملي امنیت ریاست مشر د ګوښه په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي.
د ناتائید شوي راپورونو له مخې، د کندهار والي او ملي امنیت رئیس د تفاهم شورا په نامه د ناستې له جوړېدو سره سم له خپلې دندې ګوښه شوي.
ټاکل شوې وه چې د بلخ والي او جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور، باتور دوستم او نورو چارواکو کندهار سفر او په دغه ولایت کې د تفاهم شورا په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
خو د افغانستان د هوایي چلند اداره کندهار ته د عطا محمد نور، باتور دوستم او نورو کسانو د الوتنې د ځنډولو په اړه ویلي چې د یادې الوتکې الوتنه د الوتنو په مهالوېش کې د ځنډ له امله ترسره نه شو.
د هوایي چلند ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ټاکل شوې وه چې دغه الوتنه د پنجشنبې په ورځ ۹ بجو او ۴۵ دقیقو د کندهار په لور پرواز وکړي.