دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 154210
کندهار ته د عطا محمد نور د سفر د ممانعت په اړه د جمعیت اسلامي تند غبرګون

کندهار ولایت ته د عطا محمد نور او نورو سیاسي مشرانو د سفر ممانعت په اړه د صلاح د جمعیت اسلامي ګوند تند غبرګون ښودلې او د حکومت دغه اقدام د نافذو قوانینو پر خلاف بولي.

د جمعیت اسلامي ګوند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په پام کې وه چې د بلخ والي عطا محمد نور او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو د پنجشنبې په شپه کندهار ولایت ته سفر وکړي خو له بده مرغه دغه سفر د حکومت له ممانعت سره مخ شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د جمعیت اسلامي ګوند د حکومت دغه اقدام د نافذو قوانینو، د عقیدې او د بیان ازادي پر خلاف بولي او داسې ښکارې چې د ملي یووالي حکومت مشرانو نور د ډیموکراسي په ارزښتونو باور نه لري.

جمعیت اسلامي وایي یاد ګوند د حکومت دغه ګام په کلکو ټکو غندي او پر نورو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غږ کوي ترڅو د ورته اقاداماتو پر خلاف ودریږي او نه پریږدي چې پاتې نسبي ازادي تر پښو لاندې شي.

ټاکل شوې وه چې ښاغلي نور، باتور دوستم او نورو چارواکو کندهار سفر او په دغه ولایت کې د تفاهم شورا په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ټاکل شوې وه چې دغه الوتنه د پنجشنبې په ورځ ۹ بجو او ۴۵ دقیقو د کندهار په لور پرواز وکړي خو د الوتنو په مهال وېش کې د ځنډ له امله لومړی پرواز ترسره نه شوه او په پام کې وه  چې الوتکه د شپې په ۹ بجو او ۱۵ دقیقو د کندهار په هوايي ډګر کې کېني.

د هوایي چلند ادارې په وینا، دغه الوتنه د شپې په وخت هم ترسره نه شوه په دې خاطر چې د کندهار په هوایي ډګر کې د شپنیو پروازونو په برخه کې د اړتیاور امکانات وجود نه لري او بلخواه په هوايي ډګر کې له مېشتو ناټو ځواکونو سره د همغږۍ رامنځته کولو اړتیا له امله د الوتکې د پرواز مخه نیول شوې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciz5azut1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته