دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 154332
بیجنګ د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ غونډه جوړوي

د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجون وایي بیجنګ د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړوي.

نوموړی تیره ورځ له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال وویل چې هېواد یې په پام کې لري چې د سیمې، سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو په اړه  د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درې اړخیزه غونډه (چین، افغانستان او پاکستان) جوړه کړي او هیله ده چې افغانستان په هغه کې ګډون وکړي.

ارګ ماڼی وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د چین ولسي جمهوریت له لوري د درې اړخیزه غونډې جوړول د سیمې د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، افغانستان به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې  د چین ځانګړي استازي ولسمشر غني ته د چین د جمهور رئیس نېکې هیلې وړاندې کړې او همدارنګه یې د نوموړي له لوري د شانګهای همکاریو سازمان راتلونکې غونډه کې جمهور رئیس غني ته د ګډون بلنه ورکړه.

د ارګ ماڼی په وینا، غني د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې د ده نېکې هیلې د چین د ولسي جمهوریت جمهور رئیس ته ورسوي او همدارنګه یې په مننې سره د شانګهای همکاریو سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون په موخه د چین د جمهور رئیس بلنه ومنله.

ارګ ماڼی وایي، دواړو لورو په دغه کتنه کې د سیمې د اتصال، اقتصادي او انکشافي پروژو او د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د تامین په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdso0fxyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته