دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۵:۳۲
د مطلب کود : 154458
د نورو مسلمانانو سره د بیت المقدس څخه دفاع لپاره د فلسطین ملکیت په حیث دریږو


صبغت الله مجددی، د افغانستان ملی او جهادی احزابو عالی شورا رهبر د حکومت او سیاسی جریانونو څخه غوښتی دی چی په تصمیم اخیستنو کی ملی ګټی په نظر کی ونیسی.
ښاغلی مجددی نن، په یوخبری ناسته کی په کابل کی ملی وحدت یو اصل وبلل او وویل چی حکومت او سیاسی جریانونه د خپل موضع ګیریو سره باید ملی وحد ته زیان ونه رسوی.
هغه سیاسی موضع درلودل د هر حزب او ګوند حق وبلل او وویل چی سیاسی جریانونه کولای سی هغه اعلان کړی. مجددی وویل چی سیاسی جریانونو او ګوندونو تضعیف د هیواد او ملت په ګټه نه دی.
ښاغلی مجددی د حکومت څخه وغوښت چی د ګوندونو سره تفاهم وکړی او هغوی ملی لویو موضوع ګانو کی شریک کړی او هغوی نظریو ته احترام وکړی.
ښاغلی مجددی خپلو خبرو بل برخه کی د انتخاباتو مستقل کمیسیون څخه وغوښته چی د راتلونکی کال انتخابات جدی ونیسی.
هغه وویل: د انتخاباتو مستقل کمیسیون کمیشنرانو عزل او نصب باید د اساسی قانون په اساس صورت ونیول سی.
ښاغلی مجددی د بیت المقدس رسمیت پیژندلو په غبرګون د اسراییل پایتخت په حیث، وویل: خپل آخری ساه او نفس پوری د نورو مسلمانانو ترڅنګ د بیت المقدس څخه ملاتړ لپاره دریږو.
هغه وویل چی دا کار د مسلمانانو عقیده او عنعناتو باندی یو تیری دی.

https://avapress.com/vdccp0qs42bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته