کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ټرمپ پر وروستۍ پریکړه بحث وشو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 قوس 1396 ساعت 17:22


د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو په یوه بیړنۍ غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه وغندله او هغه یې خطرناکه وبلله.

امنیت شورا ویلي که چیرې بیت المقدس د اسراییلو پلازمینه جوړه شي، نو دې سره به فلسطین کې جګړې ته لاره هواره شي.

د امریکا غږ ډیوه ویبپاڼې د راپور پر اساس، په دې غونډه کې د سویډن استازي اولوف اسکوګ هم د ټرمپ د پریکړې پر وړاندې په غبرګون کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ لخوا بیت المقدس داسرائیل د پلازمینې په توګه پیژندل، سیمه کې د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ اور ته د لمن وهلو په معنا دي.

ښاغلي اسکوګ ویلي چې د ټرمپ دغه ګام سره به د بیت المقدس په تړاو د سوئیډن، اروپایي ټولنې او نړیوالې ټولنې په دریځ کې هیڅ بدلون رانشي.

د بریتانیې استازي بیا ویلي دا موضوع باید د خبرو له لارې حل شي او دغه مقدس ځای د اسراییلو او فلسطین ګډه پلازمینه وي.

بریتانیا ویلي تر څو چې اسراییل او فلسطین د موضوع د حل لپاره هوکړې ته ونه رسیږي، دوی نشي کولی خپل سفارتونه بیت المقدس ته انقال کړي.

همداشان د فرانسي، مصر او نورو هیوادونو استازو هم د ټرمپ دا پریکړه غندلې، خو په دغه سازمان کې د امریکا استازې نکي هیلي بیا د ټرمپ د دریځ ملاتړ کړی او نړیواله ټولنه یې په دې تورونه کړې چې ګواکې په دې موضوع کې د فلسطینیانو پلوي کوي.

نیکي هیلي ویلي دغه سازمان له پخوا راهیسې له اسراییلو سره کینه لري او همداشان غواړي چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې مخه ونیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژني او خپل سفارت دغه ښار ته انتقالوي، خو تر اوسه د امریکا هیڅ یوه ملاتړ هیواد د ټرمپ له دې پریکړې ملاتړ نه دی کړی.

د ټرمپ دغې پریکړې د زیات شمیر اسلامی هیوادونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایي مشر عبدالله عبدالله د ټرمپ له دغې پرکړې سره مخالفت څرګند کړ.

همداشان تیره ورځ د هیواد په زیات شمیر ښارونو کې خلک د دې پيښې د غندنې لپاره واټونو ته راووتل او د امریکا او اسراییلو پرضد یې شعارونه ورکول.

له دې سره سم په یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې هم مسلمانانو د دې اعلان غندنه وکړه او قدس یې د مسلمانانو سره کرښه وبلله.


د مطلب کود: 154521

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154521/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-کې-ټرمپ-پر-وروستۍ-پریکړه-بحث-وشو

آوا
  https://www.avapress.com