دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۱۶
د مطلب کود : 155073
هلمند: ۲۷ طالب جنګيالي وژل شوي او اته ټپيان دي
د هلمند ولایت چارواکی وایی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چاميرزا سيمه کې د روانو پوځي عملياتو په ترڅ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال ۲۴ طالب جنګيالي وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپيان دي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پاڼه کی راغلی دی، دغه راز په مارجې او نهرسراج ولسواليو کې هم درې طالب وسله وال وژل شوي او پنځه اورپکې يې نور ټپيان دي.
خبر پانه زیاتیوی، په يادو عملياتو کې د دښمن يو شمېر موټرسايکلونه، مخابرې او وسلې هم په بشپړه توګه تخريب او له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره ڼه دی کړی.

https://avapress.com/vdcgun9qwak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته