کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونه د بلک هاک هلیکوپټرو دوهمه جوپه ترلاسه کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 قوس 1396 ساعت 15:37


په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي په پام کې ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د UH-۶۰ ډوله یا بلک هاک هلیکوپټرو دوهمه جوپه په نژدې راتلونکو کې ترلاسه کړي.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه لنډه انټرنټي بیان کې لیکلي، چې ټاکل شوې د افغان هوایي ځوکونو لپاره د بلک هاک هلیکوپټرو دوهمه جوپه د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنوري میاشت کې واستول شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان هوایي ځواکونه د بلک هاک هلیکوپټرو لومړی جوپه د روان کال په اکټوبر میاشت کې ترلاسه کړي او ټاکل شوې چې د راتلونکو کلونو په لړ کې کابو ۱۶۰ هلیکوپټرې ترلاسه کړي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا، افغان هوایي ځواکونه د بېلا بېلو الوتکو په وسیله د روان کال په دوران کې تر ۱۵ زره زیات هوایي ماموریتونه اجرا کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت یوه لوړپوړي جنرال تېره اونی وویل چې د افغان هوایي ځواکونو جوړښت تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخه شي او نورو تجهیزاتو له ورکولو سره د دغو ځواکونو شمېر به یې تر درې برابره زیاتې شي.

د راتلونکو عملیاتو تر نوم لاندې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې د قطعې قوماندان جنرال لانس بنچ په دې اړه تیره ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې د یونا پر مهال خبر ورکړ.

نوموړی زیاته کړه، چې افغان هوایي ځواکونو په روان کال کې تر اوسه ۵۰۰ ماموریتونه ترسره کړي چې د دښمن پر ضد د افغان ځواکونو په ملاتړ ډیر اغیزمن ثابت شوي دي.

جنرال بنچ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان هوایي ځواکونه تر اوسه څلور بلک هاک ډوله هلیکوپټرې ترلاسه کړي او په پام کې ده چې د راتلونکی کال تر پیل پورې د افغان هوایي ځواکونو اړوند اته منسوبین په بشپړ ډول اماده شي ترڅو د دښمن پر وړاندې له بلک هاک هلیکوپټرو کال واخلي.


د مطلب کود: 155151

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155151/افغان-ځواکونه-د-بلک-هاک-هلیکوپټرو-دوهمه-جوپه-ترلاسه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com