دخپریدو نیټه :جمعه ۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 155179
فاریاب ولایت کی ۷ تنه وسله والو وژل شوی
د فاریاب ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې د افغان امنیتي هوايي ځواکونو د عملیاتو په پایله کی ۷ تنه وسله والو طالبانو وژل شوی دی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی دیی، چې د فاریاب ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۷ وسله والو طالبان او د ولسي پاڅون کوونکو یو سرتېری وژل شوی دی.
سرچنیو زیاتیوی، چې یاد عملیاتو د فریاب د شیرین ‎تګاب ولسوالۍ په فیض اباد سیمه کې په لاره اچول شوي وو چې په پایله کې یې ۴ تنه وسله والوطالبانو وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.
ویلکږی، چي د یاد برید کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو یو سرتېری هم وژل شوی او یو تنه امنیتی پولیس ټپي شوی دی.

https://avapress.com/vdcd5k0fnyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته