دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 155281
د پکتیا ولایت د مچلغو برښنا بند د جوړولو تړون د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۳) د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او د روسي شرکت( پراجکت ډیزاین ایجسنۍ کمپنۍ) ترمنځ لاسلیک شو.

اجرائیه رییس وویل، د مچلغو بند جوړیدل د پکتیاوالو پخوانۍ هیله وه، چې نن یې د پوره کیدو لپاره لومړنی ګام پورته شو.

دغه راز نوموړي ویلي؛ له پکتیاوالو سره مو ژمنه کړې وه، چې د څټو کنډو سړک به رغوو او د مچلغو برښنا بند به هم جوړوو، چې د سړک چارې یې بشپړې شوي او د برښنا بند تړون نن لاسلیک شو.

د نوموړي په وینا؛ د دغه بند پر وړاندې هیڅ خنډ نه شته او چارې به یې راتلونکیو درې کلونو کې بشپړې شي.

د اوبو، برښنا او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل، د مچلغو بند په جوړیدو به درې کاله وخت ولګېږي، چې د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوب ترڅنګ به برښنا هم تولید کړي.

د عثماني د څرګندونو له مخې؛ پر دغه پروژه ۲۲،۹ میلیون دالر لګښت راځي، چې د جوړولو چارې یې یو روسي شرکت ته سپارل شوې، چې له ۲۲ میلیون دالرو ډېر لګښت پرې راځي. سږنی کال مونږ ته د لاسته راوړنو کال و او ومو کولی شو، چې ۲۰۰ میلیون دالر ولګوو.

د هغه په وينا؛ ټاکل شوې وه، چې د دغه بند کار اووه کاله مخکې پیل شوی وای؛ خو د شرکتونو د وړتیاوو د نشتوالي پر لامل یې کار پیل نشو.

د پراجکت دېزاین ایجسنۍ کمپنۍ مشر بوګدان کریچن ډاډ ورکړ، چې د مچلغو برښنا بند به غوره کیفیت ولري.

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر منتیاتسکي د دغه تړون د لاسلیک پر مهال نور روسي پانګوال هم وهڅول، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په هرات ولایت کې د کمال خان، په فاریاب کې د آبي درې او په پکتیا ولایت کې د مچلغو بندونه د اوبو هغه بندونه دي، چې په روان کال کې مو پرې کارونه پیل کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6mnzz23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته