د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې د هویاي بریدونو په ترڅ کې په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه پنځوس تنه داعش وسله وال وژل شوي.
ملي دفاع وزارت نن په یوه بیان کې لیکلي، چې د داعش وسله والو پر خلاف تازه هوایي بریدونه د ننګرهار لایت د اچین ولسوالی په اړون سیمو کې ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بریدونو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو درې زیرمې او د داعشیانو یوه پټنځای هم لمنځه تللي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت مقام تېره ورځ وویل چې د اچین ولسوالۍ په باندر درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات هم تخریب شول .
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې هم د داعش ډلې دوه غړي،چې د اورکزۍ ایجنسۍ اوسیدونکي وو، وژل شوي دي .
د ولایت مقام په وینا، په دې پېښو کې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې رامنځته شوي، بل چاته کوم زیان ندی اوښتی