دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۶
د مطلب کود : 155532
حامد کرزی د تبیان او افغان غږ خبرګزاری مرکز باندی انتحاری برید په غبرګون کی:

د کابل ننۍ ورځې انتحاری برید، بیان آزادی او افغانستان خلګو مدنی، کلتوری او ټولنیز حقوق باندی برید دی

د کابل ننۍ ورځې انتحاری برید، بیان آزادی او افغانستان خلګو مدنی، کلتوری او ټولنیز حقوق باندی برید دی




د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، د حامد کرزی دفتر په یو پیغام کی داسی راغلی دی: حامد کرزی دا برید چی زموږ ځینو هیوادوالو د شهید کیدو او ټپی کیدو لامل سو، آزادی بیان او افغانستان خلګو مدنی، کلتوری او ټولنیز حقوقو باندی برید وبلل او هغه د ټول اسلامی او انسانی موازینو خلاف وباله.
پخوانۍ ولسمشر همدارنګه زیاتوی، ددی خاوری دشمنان باید پوه سی چی هیڅ وخت به د بیری او تاوتریخوالو په واسطه ددی ملت غږ نه سی چپولای او موږ د افغانستان خلګ باید په هوشیاری او پوره درایت او ملی وحدت په ساتلو سره، ددی خاوری دشمنانو سره مقابله وکړو او د هغوی دسیسو په وړاندی ودریږو.
حامد کرزی د خدای تعالی دربار څخهه ددی پيښې شهیدانو ته جنت فردوس، د پاته شونو لپاره یی صبر او د مجروحینو لپاره عاجل شفا غوښتونکې دی.

https://avapress.com/vdcgwn9qxak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته