دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 155599
د حکمتیار ګوند او داعش غړیو ترمنځ د اړیکو په اړه د امرالله صالح څرګندونې

د افغانستان ملي امنیت ریاست پخواني مشر او د افغانستان د شین زرغون رئیس امرالله صاحل ادعا کوي چې د داعش ډلې ۲۰ مهم غړي چې له ګلبدین حکمتیار له ګوند سره یې اړیکې درلودې، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

ښاغلي صالح په یوه لنډ بیان کې لیکلي، چې افغان حکومت د مهمو غونډو او مراسمو لپاره د امنیت د ټینګښت په برخه کې پاتې راغلي دي او له دې امله خلکو باید د خپلو غونډو او مراسمو امنیت لپاره ګامونه پورته کړي.

نومړی زیاته کړه، چې د ترهګریز بریدونو د تنظیمو په تړاو د داعش ۲۰ مهم غړي چې د ګلبدین حکمتیار ګوند له پخواني او اوسني غړیو څخه دي، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او دا مهال د امنیتي بنسټونو په قید کې دي.

خو ښاغلي صالح وایي، له حزب اسلامي سره د سولې تړون د ساتلو لپاره افغان حکومت هوډ نه لري ترڅو دغه موضع افشا کړي.

ښاغلي صالح دا هم ویلي، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان امنیتي بنسټونو له ځینو غړیو سره په تماس کې دی ترڅو دغه کسان د حکومت له قید څخه خوشې کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې د پنجشنبې په ورځ د کابل په لویدیځ کې پر تبیان ټولنییز مرکز او د صدای افغان خبرې اژانس بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وزل شوي او کابو ۹۰ نور ټپيان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhievhuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته