دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 155723
ناتو ۲۰۱۷ کال داعش ځپونکی کال ګڼلی، خو افغانستان یې د ځپلو لپاره مبارزه کوي

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې د داعش د ماتې کال ګڼلی؛ خو د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې د داعش پر وړاندې مو چټکه مبارزه روانه ده.

په افغانستان کې د داعش د جرړو د ویستلو خبرې او ژمنې هغه وخت تودې شوې، چې اته میاشتې مخکې امریکا په ننګرهار کې د داعش پر ستر مرکز د بمونو مور وغورځوله. امریکا ویل، چې د غه مور بم یې د هغې ستراتیژۍ له مخې وغورځاوه، چې له مخې به یې داعش د دوه زره اوولسم کال تر پایه ورک او ټغر به یې ټول شي.

د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ویلیم سلاوین د تېر کال پر شپږه میاشت څرګنده کړې وه؛ ټول ترهګر بد دي، مونږ دلته له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ماموریت اخته یو، چې داعشیان به د روان کال تر پایه له منځ وړو.

د داعش هڅې پراخه شوي او یوازې تر ننګرهار پورې محدود پاتې نه دی. د ننګرهار پر اچین او خوږیاڼو سربېره د لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، کندوز، سرپل، فاریاب او د جوزجان قوشتپه او درزاب ولسوالۍ هم اوس د داعش د مرکزونو په توګه یادیږي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې۶۰ ځانمرګي بریدونه تر سره شوي، چې د ډېرو بریدونو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده. داعش په کابل کې پر الزهرا ، امام زمان او فاطمیه، د هرات په جوادیه او د غور په جوماتونو کې د خونړیو بریدونو د تر سره کولو مسوولیتونه ومنل او دغه راز یې د کابل په لویدیځ کې پر تبیان فرهنګي مرکز بریدونه وکړل، چې جدي اندېښنې یې را پیدا کړې دي. په دغو بریدونو کې، چې تېرکال تر سره شوي۱۳۸۴ عام وګړي وژل شوي او له ۳۲۰۰ ډېر ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې دوی به د داعش د ځپلو لپاره پوځي عملیات پراخ کړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ویلي، مونږ د داعش په وړاندې خپل عملیات روان ساتلي دي. په یو شمېر سیمو کې، چې له وحشته ډک بریدونه تر سره کوي؛ په دې دې پوه شي، چې په افغانستان کې به د پښو کیښودو ځای ون مومي.

د ولسي جرګې غړی حضرت علي وایي، د داعش هڅې پر لوی ننګرهار سربېره د هېواد ډېرو نورو سیمو ته هم پراخه شوې دي.

پر دې سربېره روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش پر پراخو هڅو هم اندېښمنه ده.

افغان ځواکونه وايي، چې پر داعش یې ځمکه سره کړې او پر هغوی یې هوايي او د کوماندو ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي.

دغه ځواکونه په دې هیله دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې به د داعش تغر له افغانستان څخه ټول شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirwazpt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته