دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 155832
د ملي امنیت شورا هم د عطا محمد نور د تورونو په اړه غبرګون وښود

د افغانستان د ملي امنیت شرا دفتر هم د جمعیت اسلام اجرائیه رئیس د عطا محمد نور د تورونو پر وړاندې غبرګون وښود.

د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ملي امنیت شورا دفتر په مزار شریف ښار کې د غونډې په تر ترڅ د دې دفتر پر خلاف لګولو شوي تورونه ردوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي امنیت شورا په یاد شوی ادرس کې کوم میلمستون نه لري او ورکړل شوي معلومات بې بنسټه دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه میلمستون د بلخ د نوی والي ښاغلي داود پورې اړه لري د دغه ودانی د امنیت مسئولیت د برجسته رجال د منسوبینو له خوا تامین کیږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست له دغه میلمستون سره کوم کار او اړیکې نه لري.

ښاغلي نور تېره ورځ په شمال بلخ ولایت کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې د ملي امنیت ریاست اړوند کړیو نامسوولو کسانو ته وسلې ورکوي او بلخ ولایت ته لیږي.

نوموړی دا ادعا هم وکړه چې د وسلو د وېش بهیر د کابل ښار د وزیر محمد اکبر په سیمه کې په یوه میلمستون کې دوام لري.

ښاغلي نور په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل خو د خپل ویناوو په ترڅ کې یې ټینګار وکړ چې په بلخ ولایت کې د داعش د نفوذو مخه به ونیول شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtiev8uqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته