په پلازمېنه کابل ښار کې د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند ګڼ شمېر وسله والو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې لیکلي، چې د داعش ډلې اړوند یو ۱۳ کسیزه ډله د عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار له مربوطاتو څخه نیول شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي کسان د هېواد او بهر په کچه له ترهګرو سره په تماس کې وو او غوښتل یې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
د ملي ریاست په وینا، په نیول شویو کې یو شمېر بهرني ترهګرې هم شامل دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په پلازمېنه کابل ښار کې تېره اونی د داعش اړوند وسله والو پر یوه ټولنییز مرکز او خبرې اژانس بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې ګن ښمېر کسان ووژل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي او کابو ۹۰ نور ټپيان دي.