دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 155947
د جدی ۷ شهیدانو غم انګیزه برخلیک




داعش تروریستان، د ۵۲ تنو خبرنګارانو، کلتوری فعالینو، روحانی، دینی طلبه ګانو او زده کوونکو ژوند واخیست؛ خو ددی پیښی د زخمیانو او ټپيانو غمناکه قصه همداسی ادامه لری.
د ایران اسلامی جمهوری دولت سفارت له لوری د یو بشر دوستانه او اسلامی اقدام په لړ کې، ددی پیښې د ټپیانو لیږدولو لپاره آمادګی و ایران ته وښوده، ددی انتظار کیده چی ددی پيښې ټپيان او زخمیان د ایران مجرب او مجهز روغتونونو او امکاناتو څخه برخمن سی او ډیر ژیر ښه سی.
خو دا انتظار او هیله خپل ځای یاس او ناامیدی ته پریښوده.
دا ځل نه تروریست دشمن بلکه ملګری د ټپيانو د مداوا په وړاندی خنډ رامنځته کړه ترڅو په دی ترتیب، د داعش کار، پوره سی او د جدی اوومی نیټې ټپیان د هغه پيښې د شهیدانو څخه هم بدتره او غمناکه برخلیک ولری.
سرور دانش؛ هغه نوم دی چی په دا ورځو کې ددی تریخ پیښې سره تړاو لری. شاید غریب او حیرانوونکی وی؛ ځکه دانش، ایران کې زده کړه کړی، اسلامی جمهوری دولت پوهنتون کی تحصیلاتو درلودونکی او د ټولو څخه مهم، دینی دغدغه او درد درلودونکی دی. داسی شخص څنګه کولای سی د هغه ټپیانو د مداوا په وړاندی چی د هر اړخه یی لاس لنډ دی، خنډ رامنځته کړی.
حتی که داسی مشخصی هم مطرح نه وی او ریاست جمهوری دوهم معاون، د زده کړو څخه لیری شخص وی، داسی کیدلای سی چی د یو هیواد دوهم یا دریم مقام چی خلګ یی هر ورځ د تکفیری تروریزم قربانیان دی، دداسی کار په وړاندی داسی عمل وکړی؟
وایی: ولی ایران؟ ولی افغان غږ خبری آژانس او تبیان مرکز څخه؟
دا هغه بهانی دی چی ایران ته د ټپیانو لیږد په وړاندی خنډ رامنځته کولو لپاره رامنځته کیږی.
وایو: موږ ایران ته نه وړو، تاسو هند، پاکستان، امریکا او یا هم آلمان ته یوسی.
هغه وخت چی نه دا ترسره کوی او نه هم هغه، نو ستاسو ناځوان اقدام د داعش مرګبار جنایت څخه لږ نه دی او دا څنګه توجیه کوی؟
وایی: ولی ایران، ددی لپاره حاضر سوی دی چی یواځی تبیان او افغان غږ خبری آژانس مجموعه یواځی هغه هیواد ته ولیږدوی؟ خو نه پوهیږی او نه غواړی چی ایران، مخکی له دی هم ډیر ټپیان هلته مداوا کړی دی. لکه د هرات جوادیه مسجد باندی د برید ټپیان. هغوی ټوله بیله کوم پاسپورت او اسنادونو، ایران ته ولیږدول سو.
بیله ایران، کوم هیواد به داسی لوی فداکاری ته غاړه کښیږدی؟
له بل لوری، پوهیږی او خبر لری چی د ځینو ټپيانو کورنۍ د افغانستانی میلیونونو مهاجرینو په شان په ایران کې ژوند کوی؛ بناپردی، ډیر طبیعی خبره ده چی هغوی باید دا هیواد د مداوا لپاره ولیږدول سی چی هلته د مداوا سربیره خپل کور غړیو ته رسیدګی هم وکولای سی.
په دی حساب، روشانه خبره ده چی غلط او دروغ بهانو باندی توسل سره، عملآ د ټپيانو لیږد په وړاندی خنډ رامنځته کوی او دا ډیر تریخ او زجر لرونکی دی چی د سروردانش په شان کسان په دی کار کی حضور ولری.
هغوی په شکاره توګه د تروریستی برید قربانیانو سره د تروریستانو څخه هم بد چلند کوی؛ ځکه د تروریستانو لپاره د نړۍ بیلابیلو برخو څخه دا آسانه دی چی بیله کوم پاسپورت او اسناد څخه افغانستان شمال ته ځان ورسوی او په دی ځای کی ښاغلی دانش چیری دی چی د هغوی څخه د پاسپورت او اسنادو پوښتنه وکړی؟!
تروریستی پیښې ټپیان، حتی که یو امنیتی خطر وبلل سی، باید ایران ته وی نه افغانستان ته. واضح خبره ده چی د ښاغلی دانش منطق او اساس هیڅ ډول استدلالی او معقول پشتوانه نه لری.
د تازه خبرو په اساس، قرار دی د شنبه په ورځ، د سروردانش دفتر، د څو خارجه وزارتونو نمایندګانو په حضور کې، د جدی اوومی نیټی تروریستی برید مظلوم ټپیانو برخلیک په وړاندی تصمیم ونیسی.
روشانه نه دی چی د ناستې نتیجه به څه وی؛ خو دا نکته روشانه ده چی هره ورځ چی د ټپیانو د عمر څخه تیریږی، هغوی باندی درد او سوز تحمیلیږی؛ هغه رنج او مشقت چی مستقیم مسؤول یی هغه کسان دی چی بیله کوم مشروع دلیل، د ټپیانو د مداوا مخه نیولی دی.

https://avapress.com/vdcgtn9quak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته