دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 155973
هر افغان د ملي پروګرامونو او نوښتونو د ساتلو مسوول دی
افغان ولسمشرویلی، په هېواد کې ملک الطوایفي نه ده او نه هم د دغه هېواد نظام میراثي دی. محمد اشرف غنی د شنبې په ورځ په کابل کې د خان سټیل په نوم د اوسپنې ویلی کولو او سیخ جوړولو د یوې فابریکې پرانیستې غونډې ته خبرې کولې زیاټه کړه، چې هېڅ داسې قدرت نشته چې د افغانستان د ملي اهدافو مخه ونیسي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، ولسمشر غني نن د (خان سټيل‎) د پولادو د ویلې کولو د کارخونې په پرانیستغونډه کې وویل، چې په دې برخه کې پانګونه ډېره مهمه ده او د حکومت موخه په نړۍ کې د پولادو پر صادرونکي د افغانستان بدلول دي.
ښاغلی غنی د ولس غوښتنه په شریعت او قانون ولاړه غوښتنه وګڼله ویې ویل، ولس په اساسي قانون ولاړ نظام غواړي او افغان سیاسیون باید دې ته ځان چمتو کړي چې د څلورو لسیزو ناورین نور بس دی.
هغه همدارنګه ویلی، چې هر افغان د ملي پروګرامونو او نوښتونو د ساتلو مسوول دی.
دوی څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په نظام کې د ننه د ځينو کړیو لخوا سیاسي ناندریو زور اخیستی دی.
افغان ولسمشروایی، لکه څرګنده چې پانګوال په بېلابېلو صنایعو کې پانګونه کوي، د دندیزو موکو په رامنځته کولو سره زموږ له خلکو سره مرسته کوي.
په دغو مراسمو کې، د خان سټیل چارواکي وايي چې د دغې کارخونې له پرانیستو سره، د ۷۰۰ تنو لپاره به کاري زمینه برابره شي.
د دغې کارخونې چارواکي، اوس ۵۰۰ تنه په نېغه توګه او ۱۵۰۰ تنه نور په غیر مستقیمه توګه په دغې کارخونه کې کار کوي.

https://avapress.com/vdcfetdymw6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته