د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پلویانو په یوه اعلامیه کې د طالبانو د اوسني مشر ملا هبت الله د ګوښه کولو غوښتنه کړې او له طالبانو غوښتل شوي، چې نور یې ملاتړ ونکړي.
دغه اعلامیه د هېواد د لویدیځې حوزې د طالبانو لخوا خپره شوې ده.
په دې اعلامیه کې د ملا اختر محمد منصور د پلویانو درې د اړیکو شمېرې او د برښنا لیک یوه پته راغلې او له طالبانو غوښتل شوي، چې خپل اندونه او وړاندیزونه پر دغو پتو وړاندې کړي، چې د اړوند مشرانو لخوا پرې بشپړ غور تر سره شي.
د دغې اعلامیې په یوه برخه کې دا هم راغلي، چې د ملا هبت الله په پېر کې زرګونه طالبان د پاکستان کویټې ته کډوال شول؛ خو هلته د دغه حکومت د استخباراتو لخوا وژل شوي دي.
د چارو شنونکیو د هېواد د لویدیځې حوزې په ولسوالیو کې د طالبانو پراخ شتون او بېلابېلې هڅې د ملي امنیتي او استخباراتي ادارو کمزوري بولي او وایي، چې نه غواړي د طالبانو د دغو هڅو مخه ونیسي.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد د اعلامیې خپریدل منلي او د دغې اعلامیې د خپریدو په غبرګون کې وایي، چې طالبان د ملا محمد عمر له مړینې وروسته پر بېلابېلو ډلو وېشل شوي دي.
هغه زیاتوي، د ملارسول او ملا هبت الله په مشرۍ دوه پراخې ډلې تل په هېواد کې سره ښکېلې پاتې شوي او په ځانګړي توګه په لویدیځه حوزه کې وسلوالې شخړې هم کوي.