دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 156009
ارزګان کې هوایي بریدونه ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د وسله والو پر وړاندې نوی هوایي بریدونه د ارزګان مرکز د ترینکوټ په مربوطاتو کې ترسره شوي.

د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي « د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوندو سیمو کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او د هغوې یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.»

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ارزګان د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر نا امنو ولایاتو کې د وسله وال طالبانو او نرو ترهګرو ډلو پر ضد پوځي عملیات دوام لري.

ځایي امنیتي چارواکو کابو یوه اونی مخکې ویلي وو، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې چې د مرکز ترینکوټ ښار په اړوند سیمو کې ترسره شوي، لږ تر لږه ۵ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgz39qyak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته