د ارزگان ولایت چارواکی وایی، پرون د یاد ولایت پر ترینکوټ د هاوان د مرمۍ د لګېدو له کبله ۹ تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
ارزکان ولایت کی د ملي اردو پر یوه پوسته هاوان مرمې لګېدلي
19 جدی 1396 ساعت 13:37
د ارزگان ولایت چارواکی وایی، پرون د یاد ولایت پر ترینکوټ د هاوان د مرمۍ د لګېدو له کبله ۹ تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د ارزګان ولایت چاروامی زیاتیوی، پرون افغان پوځیانو پروسلهوالو طالبانو توپچي بریدونه کول چې د توپ دغه مرمۍ په خطایي کې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د کفترخانې په نوم سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته لګېدلې دي.
سرچنیووایی، د یاد هاوان د مرمې د لګدو له کبله ۹ تنه سرتيرې وژل شویی او ۲۰ نور ټپيان شوی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
د مطلب کود: 156085