کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو او حقاني شبکې پر خلاف له پاکستانه د امریکا دفاع وزارت نوې غوښتنې

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 19 جدی 1396 ساعت 15:23


د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا د پنټاګان چارواکي وایي، له پاکستان سره د طالبانو او حقاني شبکې پر خلاف د اقداماتو په هکله غوښتنې شریک کړی.

د پنټاګان ویاند راب مننګ خبریالانو ته ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو تمې ډیر واضح او روښانه دی. وسله وال طالبان، حقاني شبکې، او د ترهګریز بریدونو تنظیم کوونکي باید د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه ترلاسه نه کړي.

نوموړی زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت له پاکستان سره په دې اړه او د کانکرېټي او مشخصو اقداماتو لپاره خپل غوښتنې شریک کړی.

جنرال مننګ زیاته کړه، چې د امریکا حکومت چمتو دی ترڅو د پاکستان له حکومت سره همکاري او د پاکستان له حکومت سره په دې اړه خبرې به دوام ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي آی اي) مشر مایک پمپیو له دې وړاندې ویلي وو، چې پاکستان لا هم هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکوي چې د امریکا متحده ایالاتو ته امنیتي ګواښونه پیښوي.

نومړی زیاته کړه، چې د پوځې او امنیتي مرستو لپاره واشنګټن پاکستان یو بل چانس راکړی دی. که چیرې پاکستانیانو موجود ستونزې حل کړي نو امریکا متحده ایالاتو به د ملګري په توګه له پاکستان سره خپل مرستو او همکاریو ته دوام وکړي.


د مطلب کود: 156096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156096/د-طالبانو-او-حقاني-شبکې-پر-خلاف-له-پاکستانه-امریکا-دفاع-وزارت-نوې-غوښتنې

آوا
  https://www.avapress.com