دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۹
د مطلب کود : 156189
پاکستان کی چاودنه شوی دی
د پاکستان چارواکی وایی، د یاد هيواد د بلوچستان مجلس ته ‎څېرمه یوې چاودنې شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د پاکستان امنیتي ځواکونو پرون د دې پخلی کړی چې د بلوچستان ایالت د کوټې ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي. چارواکی زیاتیوی، لومړنۍ څېړنې ښيي چې یوه ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې ځان د بلوچستان د سیمه‎ییزې جرګې ودانۍ ته ځان ورسوي، خو خپل چاودېدونکي توکي یې د پولیسو د یوه موټر ته‎څېرمه وچاودول. دغه چاودنه له هغې وروسته څو ساعته ورته رامنځته شوه چې د بلوچستان اعلا وزیر ثناالله زهري له خپل مقام څخه استعفا وکړه. سرچنیو ویلی، د یاد پيښه ۷ تنه امنیتی پولیس وژل شوي دي. خو تر اوسه د یاد پيښه هيچ دلي په غاره نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcfcvdy1w6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته