د پاکستان چارواکی وایی، د یاد هيواد د بلوچستان مجلس ته څېرمه یوې چاودنې شوی دی.
پاکستان کی چاودنه شوی دی
20 جدی 1396 ساعت 22:39
د پاکستان چارواکی وایی، د یاد هيواد د بلوچستان مجلس ته څېرمه یوې چاودنې شوی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د پاکستان امنیتي ځواکونو پرون د دې پخلی کړی چې د بلوچستان ایالت د کوټې ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي. چارواکی زیاتیوی، لومړنۍ څېړنې ښيي چې یوه ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې ځان د بلوچستان د سیمهییزې جرګې ودانۍ ته ځان ورسوي، خو خپل چاودېدونکي توکي یې د پولیسو د یوه موټر تهڅېرمه وچاودول. دغه چاودنه له هغې وروسته څو ساعته ورته رامنځته شوه چې د بلوچستان اعلا وزیر ثناالله زهري له خپل مقام څخه استعفا وکړه. سرچنیو ویلی، د یاد پيښه ۷ تنه امنیتی پولیس وژل شوي دي. خو تر اوسه د یاد پيښه هيچ دلي په غاره نه دی اخیستی.
د مطلب کود: 156189